د اصالت او تضمین شوې کیفیت لرونکي نساجي تولیدات
موږ په ختیځ نساجي فابریکه کې، د لوړ کیفیت پارچهجاتو، متنوع ډیزاینونو او مناسب بیو سره تولید شوي منسوجات وړاندې کوو.
هر ټوټه زموږ د باتجربه کارګرانو د زحمت، مهارت او د افغان دود او کلتور د درناوي نښه ده، چې په مینه او دقت سره اوبدل شوې ده.
زموږ د محصولاتو بېلګې
د ختیځ نساجي فابریکې د ټوکر او جامو د محصولاتو ډولونه

عام رختونه
د ورځني استعمال لپاره عام رختونه چې د لوړ کیفیت له فایبر څخه تولید شوي، مقاوم، نرم او مناسب نرخ لري.

دسمالونه او دسترخوانونه
پاک، مقاوم او ښکلي دسمالونه او دسترخوانونه چې د کورني او رستورانتي استعمال لپاره مناسب دي.

بنداشونه او پټوګان
نرم، تود او کلک بنداشونه او پټوګان چې په ژمي کې د تودوخې لپاره مناسب دي، له ځانګړو ټوکرونو سره تولید شوي.

د مېرمنو لاسي لوپټې
د ختیځې سیمې مېرمنو له خوا په مینه سره جوړې شوې ښکلي، رنګین او دودیزې لوپټې چې فرهنګي ارزښت هم لري.

خامتا (خام ټوکر)
د نساجۍ لپاره خام، طبيعي او بډایه ټوکرونه چې د نورو تولیداتو د ګنډلو اساس جوړوي.

طبیعي او عضوي ټوکرونه
د ختیځ نساجي فابریکې نوښتګر محصولات د چاپېریال دوستۍ سره