د ختیځ نساجي فابریکې خدمتونه
موږ د کیفیت، هنر او کلتور یو ځای شوی تولید وړاندې کوو
ختیځ نساجي فابریکه د افغانو زحمتکښو او هنرمندو مېرمنو د هڅو، مهارتونو او ګډو ارزښتونو پر بنسټ، د ټوکر جوړولو، ګنډلو او بشپړ لباسونو د تولید مسلکي خدمتونه وړاندې کوي
زموږ محصولات نه یوازې د اصلي افغاني دودونو استازیتوب کوي، بلکې د عصري اړتیاوو سره هم برابر شوي دي. له ساده ورځنیو لباسونو نیولې تر ځانګړو مناسبتونو، هر محصول د کیفیت، ښکلا او دوام سمبول دی.
موږ ژمن یو چې د ښځو د هنر له لارې، د افغان کلتور ښکلا نړېوالو ته ورسوو
د ختیځ نساجي فابریکه له ۱۳۹۵ کال راهیسې د افغاني ټوکرونو، دسترخوانونو، پټوګانو، بنداشونو، دسمالونو، خامتو او ښځینه لوپټو په تولید کې فعاله ده
موږ د دوامداره تولید، دقت، پاک چاپېریال او مجربو کارکوونکو په مرسته د هېواد له پنځو ولایتونو سره خپلو محصولاتو ته بازار موندلی دی
خدمات موږ په "ختیځ نساجي فابریکه" کې:

د عامو او کورنیو جامو تولید
موږ په “ختیځ نساجي فابریکه” کې د غوره کیفیت او د بازار اړتیاوو سره سم عامه او کورنۍ جامې تولیدوو. زموږ تولیدات کې دسمالونه، دسترخوانونه، بنداشونه، پتوګان او نور نساجي محصولات شامل دي چې د ښه موادو سره جوړ شوي دي

د ښځو لپاره لوپټې تولیدول
موږ د ماهرو خياطانو په مرسته د ښځو لپاره مختلف ډولونه او لوړ کیفیت لوپټې ډیزاین او تولید کوو چې د مشتریانو د خوښې او اړتیا سره سم وي. هره جوړه د دقیقې پاملرنې سره د مشتریانو لپاره تیارېږي

د بازار لپاره مناسب بستهبندۍ تولیدول
زموږ تولیدات په ښکلو او مناسب بستهبندیو کې بازار ته وړاندې کېږي چې د پلورنځیو لپاره د ښکلا او راحتۍ په پام کې نیولو سره مناسب وي

د نړیوالو معیارونو سره سم تولید
موږ د یوې معتبرې تولیدکنندې په توګه تل د خپلو محصولاتو کیفیت د نړیوالو معیارونو سره سم ساتو او د غوره موادو څخه د خپلو محصولاتو د تولید لپاره استفاده کوو

مؤسسو او نهادونو ته خدمات ورکول
ختیځ نساجي فابریکه تیار دی چې د دولتي ادارو، ښوونځیو، روزنيزو مرکزونو او نورو مؤسسو ته د لوړ کیفیت او په وخت سره د تولید خدمات وړاندې کړي

پینځو ولایتونو کې د محصولاتو پراخه لاسرسی
زموږ تولیدات په پینځو ولایتونو کې په اسانۍ سره موجود دي. دا پراخ لاسرسی موږ ته دا توان ورکوي چې خپلو مشتریانو ته په چټکۍ سره خدمتونه وړاندې کړو
زموږ ځانګړتیاوې
- لوړ کیفیت او مهارت
- اصیل دودیز هنر
- ښکلي او ځانګړي ډیزاینونه
- د خويندو ځواکمنتیا
- مختلف ډولونه او انتخابونه
- ظرافت او دقت په ګنډلو کې
- د باکیفیته موادو کارونه